|
تحقيق ها و پژوهشهاي تاريخي -
تاريخ اسلام
|
|
نویسنده عبدالقادر كمالي
|
|
15 اسد 1387 |
|
يحيي بن زيد
(عبدالقادر كمالي)
د حضرت امام علي عليه السلام د کورنې يو ميړني او لوي کس چې د امام حسين له شهاته وروسته يې يو ځل بيا د عاشورا ياد زمونږ په ذهنونو کې ژوندي کړ او د خپل وخت د خلکو په زړونو کې يې ولوله پيدا کړه د امام زين العابدين بچي يحيي بن زيد دي.
د انسابو عالمانو د زيد د بچيانو په هکله ځينې قولونه نقل کړي دي چې مشهور يې دا دي زيد څلور زامن لرل: ۱. يحيي ۲. عيسي ۳. حسين ذوالدمعه. ۴. محمد
د دوي لومړي او تر ټولو غوره زوي يحيي دي. مور يې د ابي هاشم عبدالله بن محمد بن حنفيه لور ريطه ده. ډيره پاک لمنه، حيا داره پرهيزګاره او علوي سيده ده چې د امير المومنين علي عليه السلام له کهوله ده.
نقل شوې ده چې دغه مور تر ډيرې مودې خپل زوي ونه ليده تر دې چې د يحيي عليه السلام له شهادته وروسته وليد بن يزيد بن عبد الملک د حضرت يحيي سر هغې ته واستوه هغې ژړل او په دغه مصيبت يې وير کاوه.
ابو الحسن عمري نسابه د " ريطه " په هکله ليکي: و کان ريطة من سيدات بنات هاشم و منجباتهن روات الحديث عن ابيها و بعلها ، ريطه د بني هاشم د کورنې يوه درنه ميرمنه وه او له خپل پلار او ميړه يې روايتونه نقل کول.
حضرت يحيي عليه السلام په ۱۰۷ هجري قمري کال کې په مدينې کې وزيږيد او په ۱۲۵ هجري قمري کال کې شهيد شو. په دې حساب د هغه عمر تر اتلسو (18) کلونو زيات نه و. ځينې کسانو د هغه عمر اته ويشت (28) کاله ذکر کړي دي.
د هغه پلار زيد د لوړې ونې ښکلي مخ اوږدو ويښتانو خاوند ؤ او ډير با وقاره ځوان ؤ هغه د تره له لور (مِحنه) سره چې د عمر بن علي بن حسين لور وه واده وکړ او ويل کيږي چې له دغه ښځې يې بچيان لرل چې ټول په وړوکوالي کې مړه شول (حقا يق الورديه) خو د معتبرو مورخينو متفق قول دا دي چې د هغه کوم اولاد نه دي شوي.
حضرت يحيي پاک لمن نيک خصلته عالم، ميړني او پرهيزګار ځوان ؤ او له امامانو سره يې خاص اخلاص درلود او د هغوي په وړاندې به يې ډير خضوع او اطاعت درلود.
د خپل پلار د پاڅون په وخت په کوفې کې و او د بني اميه ؤ د ظلم او د خلکو د ناپوهۍ او بې وفايۍ او د خپل پلار د مظلومانه شهادت کتوونکي و. په ټول عمر کې يې د خپل پلار وروستي پيغام يادوه چې: اي بچيه هغه توره چې ما د دغه ظالم قوم په وړاندې راويستلې ده هيڅکله په تيکي کې مه ږده او په ځمکه يې مه غورځوه.
حضرت يحيي د پلار له شهادته وروسته په پټه د کوفې له اوده ښاره ووته او له مداين تير او د سر په تلي او زړه ورو خلکو ټاټوبي خراسان ته ورسيد. هغه په ډير ويروونکي ماحول کې خلک د بني اميه وو د ظلم په خلاف پاڅون ته بلل او د بني اميه وو د ظلم او فساد په بيانولو سره يې د خراسان په خلکو کې د عاشورا په شان ولوله پيدا کړه.
يعقوبي په دې هکله ليکي:
...... په خراسان کې داسې هيڅ ښار او سيمه پاتې نه شوه مګر دا چې خلک يې د بني اميه وو له ظلمه خبر شوي وي او د حضرت يحيي استازو د پاځون او د مبارزې د ضرورت خبره وکړه. د دې په مقابل کې د خليفه جاسوسان هم په ټولو ښارونو کې په حضرت يحيي پسې ګرځيدل او د هغه حضرت لپاره يې لومې وغوړولې حضرت يحيي به له يو ښاره بل ښار ته تللو تر دې چې خراسان ته ورسيد او له هغه ځايه بلخ ته لاړ او په بلخ کې پټ شو.
د کوفې حاکم يوسف بن عمر واکمن هشام بن عبدالملک ته د حضرت يحيي د کارونو خبر رساوه او هغه ظالم د حضرت يحيي د تعقيبولو او نيولو حکم ورکړ له دې حکمه وروسته د خراسان واکمن د بلخ واکمن نصر بن سيار ته دنده وسپارله چې په هر ډول شرايطو کې چې وي حضرت يحيي ونيسئ او خراسان ته يې وليږئ د بلخ حاکم په ډير ظلم او شرارت سره د اهل بيتو د مواليانو او منونکو وهل ټکول او شکنجه پيل کړه تر دې چې د حضرت يحيي پټنځاي يې پيدا کړي شو. هغه يې ونيوه او د خراسان والي نصر ته يې واستوه. نصر هغه د «قهندز» په زاړه زندان کې به زولنو وتاړه او هشام ته يې د هغه د نيول کيدو خبر وليږه. خو دا ليک هغه وخت ورسيد چې هشام مړ شوي و. او ورپسې خليفه وليد د زيد د شهادت د پايلو او د مختلفو ډلو د بلوا له ويرې او هم دا راز د خپل خلافت په لومړيو وختونو کې د ارامښت د راوستلو لپاره حکم ورکړ چې حضرت يحيي له بنده خوشي کړي شي. خو د هغه په کارونو دې څارنه وشي. هغوي هيله من وو چې حضرت يحيي به واده وکړي او د حکومت په خلاف له بلوا او پاڅونه به لاس واخلي. خو دا ډير تاريک فکر و چې د خداي پاک د وليانو له حالاتو ناخبره و. حضرت يحيي له بنده له خوشي کيدو وروسته د پيغمبر د اهل بيتو د مينه والو او د اموي واکمنانو د مخالفانو د زيات پام وړ وګرځيد او د خراسان ځوانانو هغه ته د پيغامونو په استولو سره د اموي حکومت په خلاف د مبارزې غوښتنه وکړه. له دې امله حضرت يحيي مصلحت وګاڼه چې د حکومت مرکز يعنې دمشق او کوفې ته نزدې نه شي او هماغه راز په ليرې پرتو ښارونو کې خپل فعاليت جاري وساتي. او د خپل پلار په وصيت عمل وکړي او څومره ښه عمل يې پرې وکړ.
حضرت يحيي په بيقي (سبزوار ) او خواو شا ښارونو کې د بني اميه وو په خلاف افشاګري پيل کړه او له ځينو ولوله ناکو ځوانانو سره يې تړون وکړ چې د جهاد امر بالمعروف او نهي عن المنکر بيرغ به هيڅ کله په ځمکه نه ږدي. په دې لړ کې ښاغلي يحيي نيشابور ښار ته ورسيد او ياران او ملګري يې په پټه له هغه سره شول. سره له دې هغه پاڅون ونه کړ تر دې چې د ښار واکمن له ډيرو او پياوړو سپايانو سره هغه او د هغه ګوته په شمير ملګري کلابند کړل او جنګ ته يې وبلل. په دې وخت کې يحيي له ناچارې جنګ ته غاړه کيښوده او د هغه د هل من ناصر په غږ سره د نيشاپور خلک هم له هغه سره يو ځاي شول. په دغه وخت کې د نيشاپور واکمن ماته وخوړه او ووژل شو. او د حضرت يحيي يارانو د هغوي مال وسله او پريمانه آسونه ولجه کړل.
له دغه لويې فتحې وروسته چې په ټولو اسلامي ټاټوبو کې د مظلومانو د خوشالۍ سبب شوه د خراسان واکمن د متعصبو شاميانو په يو لښکر سره دوي تعقيب پيل کړ. حضرت يحيي چې په نيشابور کې پاتې کيدل يې په خپله ګټه ونه ګڼل او هرات ته روان شو او له هغه ځايه جوزجان ته چې د مرو او بلخ په مينځ کې پروت دي. او ډير مجاهدان له هغه سره يو ځاي شول. په جوزجان کې مخکې له دې چې حضرت يحيي وتوانيږي خپل ملګري او لښکريان تيار کړي په جوزجان کې د خليفه ظالم او شر غواړي عامل مسلم بن اعور د شام د سپايانو په مرسته له حضرت يحيي سره مقابلې ته پاڅيد او په داسې حال کې چې د روژې مياشته وه او د حضرت يحيي ملګري لا ستړي وو يو سخت او نا برابره جنګ پيل شو په دغه نا برابره جنګ کې حضرت يحيي او ملګري يې په دغه پرديسۍ کې د ۱۲۵ هجري قمري کال د روژې يا د شعبان په مياشتې کې د ارغوي په نامه په يوه دښته کې د شهادت جامې واغوستلې. د شام لښکر لکه څرنګه چې د بني اميه و روده وه. د دوهمې کربلا په جوړولو سره د يو شمير شهيدانو سرونه له تنو جدا کړل او د هغوي پاک بدنونه يې په دار وځړول او د نصر بن سيار په امر د هغوي سپڅلي سرونه يې د ډالې په توګه کوفې شام او حتي مدينې او مصر ته واستول. په لاره کې د هر ښار خلکو د وير په دستورو سره د شهيدانو د سرونو هرکلي کاوه.
د حضرت يحيي بن زيد او ځينو يارانو سرونه يې د جوزجان د سرپل ښار په دروازه په دار وځړول چې د تاريخ د دغه تور پړاو ثبوت وي، تر دې چې د خراسان تور پوشو چې د حضرت يحيي په ماتم کې يې تورې جامې اغوستې وې د ابو مسلم خراساني په مشرۍ پاڅون وکړ. او په داسې حال کې چې خپلې تورې جامې يې به بيرغونو پورې ځړولې وې ښار ته ننوتل د ښار واکمن او د حضرت يحيي بن زيد قاتلان يې سزا کړل هغوي د حضرت يحيي او د نورو شهيدانو تنې خاورو ته وسپارلې څه موده پس د بني اميه و د ظلم ټغر ټول شو. (و بئس العاقبة للظالمين(
او څومره ښه و فرمايل صادق ال محمد (امام صادق عليه السلام): کله چې د بني اميه و لاسونه د حضرت حسين ابن علي عليهما السلام په وينه رنګين شول خداي تعالي د هغوي مملکت تالان کړ او کله چې د زيد ابن علي عليهما السلام وينه په ځمکه توي شوه خداي تعالي د هشام بن عبدالملک حکومت نسکور کړ او پليت وليد هغه وخت چې حضرت يحيي بن زيد يې شهيد کړ د ځان او د خپل قوم هلاکت يې وليکه. (الحمد لله الذي انجزنا ما وعدنا
(
هو دا دي د يحيي بن زيد برخليک چې د هغه پاکې وينې د امويانو د ظالم حکومت د نسکوريدو برخليک وټاکه او د ظلم د دغه ماڼې بنياد يې وران کړ.
)سلام عليه يوم ولد و يوم يموت و يوم يبعث حيا (
لمر د قربانيدو بيان
د ميدان له ميړونو سره د جنګ په ډګر کې څوک د مقابلې او ډغرې زړه نه لري له دې امله د زمانې سپک کسان چل ول او دوکې ته پناه وړي. د حضرت يحيي او د هغه د ملګرو کيسه هم يو دا ډول بيان دي :
د جنګ په دريمې ورځې د جمعې په مازيګر لمر د يحيي عليه السلام او د هغه د ميړنيو ملګرو د ميړانې باتورۍ او جهاد شاهد و. جنګ شيبه په شيبه تاوديده د حضرت يحيي ډير ميړني او انقلابي ملګري شهيدان شوي وو او د غورځنګ مشر د دښمن د ځپلو سخت کوشش کاوه.
هغه د مازيګر وخت و چې خلکو وليدل چې حضرت يحيي او ملګرو يې ځانونه ډير په حيرانتيا سره د لښکر زړه ته ورسول او د دښمن صفونه يې داسې ګډ وډ کړل چې خلک ورته ګوته په غاښ پاتې شول خو د دښمن عسکر دومره زيات وو چې هر څومره وژل کيدل نور به راتلل له دې امله د انقلاب مشر حضرت يحيي ډير زيات زخمي شو خو بيا هم په ميړانه جنګيده تر دې چې دښمن بله چاره ونه ليده بې له دې چې غشيو ويشتونکو ته يې امر وکړ چې دغه زړه ور او تکړه ميړه په غشيو وولي. په حضرت يحيي بې شمير غشي وويشتل شول چې يو يې د حضرت يحيي په مبارک تندي ولګيده او دغه غشي هغه بې حاله کړ.
کوم کس چې دغه غشي ويشتلي و د عنزه له قبيلې وه بيا سورة بن محمد بن عزيز کندي د يحيي عليه السلام مړي په نورو بدنونو کې وپيژنده او د هغه مبارک سر يې له بدنه جدا کړ او وسله يې هم هغه د عنزي قبيلې سړي واخسته او سر يې د نصر بن سيار لپاره وليږله او نصر هم د اموي خليفه وليد بن يزيد لپاره شام ته واستوله. خو د حمد الله مستوفي په وينا: ناڅاپه حضرت يحيي په يو غشي ولګيد او شهيد شو . او چاته پته ونه لګيده چې دغه غشي چا ويشتلي و.
او د لښکر اکثره عسکر په هغه راټول شول او هغه او ورور يې په دار وځړول
او په دې ډول د رسول د کورنې د يو غړي په حق کې يو بل لوي جنايت وشو. او عجيبه نه ده چې سيد مجد الدين ليکي: )و کان قاتل يحيي عليه السلام قد راي في منامه انه يقتل نبيا) د يحيي عليه السلام قاتل په خوب کې وليدل چې هغه د خداي رسول وژلي دي.
د حضرت يحيي عليه السلام له شهادته وروسته يې د هغه بدن لغړ کړ او سر يې له بدنه جدا کړ او د يو قول په اساس سر مبارک يې نصر بن سيار ته وليږه چې اوس د مشهد د خواوشا په ميامي سيمه کې دي. خو بدن مبارک يې د سرپل ولايت په وره کې وځړاوه. ويل کيږي چې د چنار په يوه ونه يې وځړاوه چې د هغه سيمې د خلکو په وينا مزار شريف ته نزدې وه.
دا بدن پرله پسې په دار ځړيدلاي و تر دې چې اموي سلطنت متزلزل شو او بني عباس پياوړي شول د بني عباسو د حکومت داعي ابو مسلم مروزي د حضرت يحيي عليه السلام قاتل وواژه او د يحيي تنه يې له ونې راکوزه کړه او د هغه مبارک تنه يې له غسل او کفن او لمانځه وروسته خاورو ته وسپارله او ټول هغه کسان يې چې د هغه په وژله کې شريک وو ووژل.
معصومينو عليهم السلام، عالمانو او شخصيتونو په کلام کې د حضرت يحيي پيژندګلوي
د حضرت يحيي عليه السلام د مقام په تاييد کې تر ټولو ښکلى بيان د امامانو کلام او خبرې دي چې د هغه حضرت له شهادته مخکې او وروسته يې کړي دي مونږ دلته ځينو ته اشاره کوو.
امام صادق عليه السلام حضرت يحيي ته په خطاب کې وفرمايل: «اِنّك تُقتَلُ و تُصلَب كَما قُتِل اَبوك و صُلِب» ته به ووژل شې او بدن به دې په دار وځړول شي لکه څرنګه چې ستا پلار ووژل شو او بدن يې په دار وځړول شو. نو د امام صادق عليه السلام د مخ رنګ بدل شو او وې ويل: «يُمحو اللهُ ما يُشاءُ و يثبِتُ و عِندُه اُم الكِتاب»، خداي تعالي هر برخليک چې وغواړي ثبتوي يا يې له مينځه وړي او ام الکتاب له هغه سره دى.
ستر عالم مرحوم علامه اميني رحمة الله عليه ليکي:
»و لم توجد للشيعة حوله كلمة غمز فضلا عن بغضه و غاية نظر الشيعة فيه، أنّه كان معترفا بإمامة الإمام الصادق، حُسن العقيدة، متبّصرا بالأمر، و قد بكى عليه الصادق عليه السلام و ترّحم له، فسلام اللّه عليه و على روحه الطاهرة «.
د شيعو په نزد د حضرت يحيي عليه السلام په هکله تنده کلمه نيشته لا دا چې له هغه سره بغض وي، او د هغه په هکله د شيعو تر ټولو زيات نظر دا دى چې هغه د امام صادق عليه السلام په امامت معتقد ؤ او نيکه عقيده يې لرله او د خلکو په چارو ښه خبر ؤ. او امام صادق عليه السلام د هغه په مرګ وژړل او په هغه يې ترحم وکړ. نو د خداي پاک سلام دې وي په هغه او د هغه په پاک روح.
شيخ عباس قمي ليکي: (بکي لقتله و اشتد عليه حزنه عليه ) يعني امام صادق عليه السلام د هغه په شهادت وژړيد او سخت غمژن شو او وې فرمايل: خداي پاک دې رحمت وکړي زما د تره په زوي يحيي او خداي پاک دې دوي يو ځاي کړي له خپلو پلار نيکونو سره،
علامه اميني هم ليکي (و قد بكى عليه الصادق عليه السلام و ترّحم له، فسلام اللّه عليه و على روحه الطاهرة ») يعني امام صادق عليه السلام په هغه ژړا وکړه او په هغه يې رحمت واستوه نو سلام دې وي د خداي پاک په هغه او د هغه په پاک روح
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله العظمي خامنه اي (روحي له الفدا) د دوي په هکله وفرمايل: د جناب يحي بن زيد درنښت او د هغوي قدرونه او د هغوي محرم جوړول او احياء له داسې حسناتو او نيکو کارونو دي چې بايد سيالي په کې وشي.
سيد علي خان په رياض السالکين کې وايي: تنبيه في بكائه (اي الصادق عليه السلام) علي يحيي زيد و شدته وجده و دعائه له دليل علي ان يحيي كان عارفاً بالحق، معتقداً له و ان له فيjالخروج كحال ابيه (رضي الله عنه(
په يحيي د امام صادق عليه السلام ژړا او ډير غم او د هغه لپاره د امام دعاي خير په دې خبره دليل دى چې يحيي په حقو عارف و او په امامت معتقد او د هغه د پاڅون پروګرام هم هغه د هغه د پلار پروګرام و او د خداي پاک سلام دې وي په هغه.
مسعودي په مروج الذهب کې وايي: کله چې حضرت يحيي شهيد شو په خراسان کې اوه شپې ورځې وير اعلان شو او خلکو په دغه موده کې د هغه لپاره وير او ماتم کاوه.
په تاريخي کتابونو کې يو ښکلى روايت راغلى دى چې: د يحيي بن زيد د شهادت په مناسبت په هغه کال په شيعو او د اهل بيتو په مينه والو کې داسې نر بچى پيدا نه شو مګر دا چې نوم يې پرې يحيي ايښى وي او ډيرو بني هاشمو هم هغه کال د خپلو بچيانو نومونه يحيي کيښودل او له دې امله ده چې په امام زادګانو کې د حضرت يحيي نوم تر نورو زيات دى.
د اهل بيتو پياوړى شاعر او نوحه خوان دعبل خزاعي چې د اتم امام په زمانه کې و يوه مشهوره قصيده لري او په هغه کې يې د حضرت يحيي قبر ته اشاره کړې ده.
»وُ اُخري بِاَرضِ الجوزجان مُحلّها«
ابن ابي الحديد د شيعه علماوو له قوله ليکي:
»من رجالنا عيسى و يحيى بن زيد، و كانا أفضل أهل زمانهما شجاعةً و زهدا و فقها و نسكا«
زمونږ له تکړه ميړونو د زيد عليه السلام بچيان عيسي او يحيي دي چې په خپلې زمانې کې د ميړانې زهد فقې او عبادت له نظه تر نورو مخکې وو .
قاضي نور الله شوشتري د يحيي عليه السلام په هکله ليکي: ( يحيي به حليه فضل وشجاعت اتصاف داشت(
مسعودي د رسول الله مبارک د تکړه لمسي يحيي بن زيد د حرکت په هکله ليکي ( منکرا للظلم و ماعم الناس من الجور( هغه د هغه ظلم په خلاف چې ټول خلک ورسره مخامخ وو پاڅون وکړ .
سيد علي خان په هم دې هکله په رياض السالکين کې وايي:
« تنبيه في بكائه (أي الصادق عليjالسلام) على يحيىjبنjزيد و شدّة وجده و دعائه له دليل على أنّ يحيى كان عارفا بالحقّ، معتقدا له و أنّ حاله في الخروج كحال أبيه رضى اللَّه عنه » په يحيي عليه السلام د امام صادق ژړا او زيات غم او د هغه لپاره د امام صادق عليه السلام د رحمت دعا په دې خبره دليل دى چې چې يحيي عليه السلام د هغه مبارک په حق عارف و او په امامت معتقد و. او د هغه د پاڅون پروګرام هماغه د هغه د پلار د پاڅون په شان و . د خداي سلام دې وي په هغه.
محمد حلبي له امام صادق عليه السلام نقل کړې ده چې هغه حضرت وفرمايل: «إن آل أبي سفيان قتلوا الحسين بن على صلوات اللَّه عليه فنزع اللَّه ملكهم و قتل هشام، زيدبن على، فنزع اللَّه ملكه و قتل الوليد يحيى بن زيد رحمة اللَّه، فنزع ملكه«
د ابوسفيان کورنې حسين ابن علي عليهما السلام وواژه نو خداي پاک يې باچاهي واخسته او هشام زيد عليه السلام وواژه خداي پاک هم په بدل کې د هغه حکومت نسکور کړ او وليد، يحيي عليه السلام وواژه او خداي تعالي د هغه حکومت نسکور کړ.
محمد يحيي سالم عزان د يحيي عليه السلام د ميړانې په هکله ليکي .
)يحمل حملات الابطال و يقاتل قتال الصناديد الشجعان، فکان لا يقابله احد من العدو الا قتله) هغه د اتل په شان په دشمن حمله کوله او داسې جنګ يې کاوه چې د قوم د ميړنو سردار وي او هيچا له هغه سره د مقابلې توان نه درلود مګر دا چې وژل کيده به.
|